امنیت

اووه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول

 کابل باختر دکب دمياشتې٢٨ :
د ملي اردو د ځواکونو د چاڼيزو عملياتوپه بهيرکې اووه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ:
دغه عمليات د هلمند او د کندز د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول چې له امله يې ٧ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول؛ ٦ تنه ټپيان او يوه اندازه وسلې او مهمات او دوه موټر سايکلونه ترلاسه شول او ١٢٣ماينونه کشف او شنډکړاى شول.
د يوبل خبرله مخې:
د وسله والو مخالفينو د درندو وسلو د ډزو له امله د ملي  اردو يو تن منسوب شهيد شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته