امنیت

دوه ديرش تنه وسله وال طالبان دهيواد په څو ولايتونوکې ووژل شول .

کابل باختر د ثور اوومه :
دپوليسو ځواکونو په تيرو څليرويشتو ساعتو کې  څو مورده امنيتي فعاليتونه ترسره کړل چې له امله يې دوه ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول  .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ چې دپوليسو ځواکونو دکونړ ، ننګرهار ،کندز ، بدخشان ، فارياب ، جوزجان ، قندهار ، زابل ، لوګر ، ميدان وردګو ، غزني ، فراه او هلمند دولايتونوپه مربوطاتو کې امنيتي فعاليتونه ترسره کړل او دوه ديرش تنه تروريست طالبان يې ووژل او شپاړلس تنه نور يې ټپيان کړل او ددغې ډلې يوه اندازه سپکه وسله ، ددرندو وسلو مهمات او پوځي جهيزات اووسايل ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبر له مخې، دملي پوليسو ځواکونو دقندهار ولايت دپنجوايي  ولسوالۍ په مربوطاتو کې دماين دچاودنې دلسو پيښو مخه ونيوله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته