نړۍ

والستريت ژورنال: ايران له طالبانو سره مرسته کوي

لندن- والستريت ژورنال – باختر د غبرګولې دمياشتې ٢٣
د وسله والوطالبانو د ډلې يو قوماندان عبدالله، د والستريت ژورنال ورځپاڼې ته ويلي دي چې ايران ده ته په مياشت کې (٨٥٠) ډالره معاش ورکوي.
د طالبانو دغه قوماندان دغه راز ويلي دي چې د اړتيا په صورت کې ايران له دوى سره د وسلو او د چاوديدونکو توکو مرسته کوي.
د والستريت ژورنال ورځپاڼې په ليکنه: د طالبانو د سيمه ييز قوماندان دغه څرګندونې يو ځل بيا د تاوتريخوالي او د بې ثباتۍ له پراختيا سره د ايران ملاتړ په ډاګه کوي.
ورځپاڼه زياتوي چې په افغانستان کې له وسله والوجګړه مارانو سره د ايران د ملاتړ ستراتيژي دوه برخې لري. يوه دا چې ايران غواړي امريکا په سيمه کې کمزورې کړي او بله دا چې په سيمه کې د اسلامي دولت د تند لارې ډلې د نفوذ مخه ونيسي.
له بله پلوه په دې وروستيو وختوکې د جګړه مارو طالبانو د بريدونو د زياتوالي او د کابل له حکومت سره د سولې په خبروکې پرمختګ ، ښايي دا ذهنيت پيدا کړى وي چې د طالبانو يو شمېر غړي قدرت ته ورسيږي.
يوه لويديځ ديپلومات والستريت ژورنال ته ويلي دي چې تهران بيا قدرت ته د طالبانو رسيدوته زړه ښه کړى دى، خو دغه هيواد بيا بيا له طالبانو سره د مالي او پوځي مرستو رپوټونه رد کړي دي.
د افغانستان د حکومت يوه پخواني مقام دغې ورځپاڼې ته ويلي دي چې موږ کله چې له طالبانو سره د ايران د مالي او پوځي مرستې موضوع طرحه کړې ده؛ د ايران لوري هغه ردکړې ده.
په افغانستان کې له وسله والو طالبانو سره د ايران د مالي او پوځي مرستو زياتوالي داسې نظر په پيدا کړى چې دغه مسئله ښايي د منځني ختيځ په ټولې سيمې د امريکا د حکومت په کړنلارې اغيزه وکړي.
د امريکا له جمهوريت غوښتوونکي ګوند څخه د دغه هيواد د کانګرس د بهرنيو اړيکو رييس ايدرايس وايي: د ايران د اټومي پروګرام او په دغه هيواد د نړيوالو اقتصادي بنديزونو د لرې کولو په باب موافقه به دا امکان زيات کړي چې ايران له جګړه مارو طالبانو سره زياته مالي او پوځي مرسته وکړي.
د کانګرس د پوځي خدمتونو د کميټې رييس سناتورجان مک کين وايي: ايران په يمن، سوريه، عراق او لبنان کې د خپلو هڅو د دوام لپاره په افغانستان کې خپل مالي او پوځي ملاتړ زيات کړى دى .
امريکايي مقامات وايي: ايران په دغه هيواد کې له افغان مهاجرينو څخه استفاده کوي او آن له هغوى څخه د بشار اسد له رژيم سره په ملاتړکې دسوريې په جګړه کې کار اخلي.
د والستريت ژورنال ورځپاڼه د افغان مقاماتو له خولې د خپلو څرګندونو په دوام ليکي: داسې څرګند سندونه شته چې ايران د وسله والوجګړه مارانو لپاره روزنيز کمپونه لري.
د افغان طالبانو قوماندان عبدالله تاييدکړه چې د تهران، مشهد، کرمان او د زاهدان په ښارونوکې د جګړه مارانو د پوځي زده کړې مرکزونه فعال دي.
يوه جګپوړي افغان مقام وويل چې مخکې له دې ايران له طالبانو سره يوازې مالي مرسته کوله، خو اوس هغوى ته وسله او مهمات هم برابروي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته