اقتصاد

دکندهار ولايت دګمرک رياست په پرمختللي کمپيوټري سيستم سمبال شو.

دکندهار ولايت دګمرک  رييس عزيزالله جلال زى باختراژانس ته وويل دغه سيستم چې د اسکودا په نامه ياديږي پرمختللي کمپيوټري سيستم دي چې دتجارتي مالونو په صادراتو او وارداتو کې داسانتياو او دسوداګرو دمالونو  دغيرقانوني ګمرکاتو دمخنيوي په مقصد فعال شوي دي.

جلال زي زياته کړه اسکودا يو پرمختللي سيستم دي چې په کاري چارو کې شفافيت برابروي  او دغه  سيستم  دهرات ،.نيمروز،  کابل  اوجلال اباد په ګمرکونو کې هم کارول شوي دي.

دکندهار والي ډاکتر توريالي ويسا ددغه سيستم دکتنې په بهيرکې په ګمرک کې يې دکار په شفافيت باندې ټينګار وکړ او ددغه شان دستګاه درول يې د ګمرک دکاري پرمختيا په برخه کې اغيزمن ګام وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته