کابل، د لړم ۳۰مه، باختر
د نيمروز د ټولګټو ریاست مسولین وایي، چې د دغه ولایت په کنګ ولسوالۍ کې ۲ميليونه ۵۰۰ زره افغانيو په لګښټ پر ۱۲ کیلو مټره سړک د جغل اچولو چارې پیل شوې دي.
د یاد ولایت د ټولګټو رئيس مولوي جان محمد بدري د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې ياد سړک له مرکز زرنج ښار څخه ۲۴ کیلومتره واټن لري او ايران سره د پولې په اوږدو کې موقعیت لري چې د نيمروز مرکز زرنج ښار د کنګ او جوين ولسواليو سره نښلوي.
د یادونې وړ ده چې مخکې له دې هم په دغه ولایت کې دې ته ورته پروژې پلې شوې دي.
7 د یوې دقیقې څخه لږ