امنیت

په دايکڼدي کې دواده په مراسمو د ناپيژاندو کسانو مرګانى ډزې .

-کابل باختر دغبرګولي ٣١مه :
په دايکنډي کې دواده په مراسمودوسله والو کسانو د ډزو له امله درې ښځې او يو ماشوم ووژل شول او ددغو مراسمو کابو نهه تنه نور  برخه وال ټپيان شول .
تېره شپه ناوخته وسله والو کسانو په شتري  ولسوالۍ کې  دواده  دمراسمو په برخه والو  ډزې وکړې .
ددايکنډي دشترلي ولسوال جان محمد بياني  باختراژانس ته وويل چې په دې پيښه کې درې ښځې او يوماشوم ووژل شول  او دښځو او ماشومانو په ګډون نهه تنه نور  ملکي وګړي  ټپيان شول .
  يرغلګر له ساحې څخه تښتيدلي  او دهغوى دپيژندنې او نيونې لپاره هڅې دوام لري .
تراوسه پورې روښانه نه ده يرغلګرود شخصي دښمنيو له امله دواده دمراسمو په برخه والو په ډزو اقدام کړى دى اويا د ډار اچوونکو ډلو غړي و .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته