امنیت

په کابل کې په يو کور باندې دهليکوپتر دراغورځيدو له امله يوولس تنه ووژل شول

کابل باختردکب دمياشتې ٢٦ :

دکابل دبګراميو په ساحه کې په يوکورباندې ديو هليکوپتر دراغورځيدوله امله يوولس تنه ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .

دکورنيو چارو وزارت ويندوى  محمدصديق  صديقي تائيده کړه چې يو هليکوپتردبګراميو په ساحه کې راغورځيدلى او دسرزيان يې اړولي دي .

صديقي په دې پيښه کې  دپنځو تنو بهرنيانو اودريو تنو افغان ملکي وګړو مړينه تائيده کړ ې ده

صديقي باختراژانس ته وويل، تراوسه پورې تثبيت شوى نه دى چې دغه هليکوپتر په کوم هيواد پورې مربوط دى او څه ماموريت يې ترسره کاوه . خو لومړني څيړنې ښيي چې ددغې پيښې قربانيان ترکي اتباع  دي .

له افغان اوايساف مقاماتو سره  له پرله پسې اړيکو سره سره ايساف تراوسه پورې تايېد  کړې نه ده چې دغه هليکوپتر په دوى پورې مربوط  دى .

سره له دې چې دکورنيو چارو وزارت ويندوى په دې پيښه کې داتو تنو وژنه تائيدوى  يوشمير نور خبري منابعو دوژل شويو شمير يوولس تنه ښودلى دى  چې اته تنه ترکي اتباع او درې تنه ملکي وګړي دي چې په هغه سيمه  کې يې ژوندکاوه چې هليکوپتر ورباندې غورځيدلى دى.

درپوټونوله مخې  راغورځيدلى هليکوپتر په ترکيې پورې مربوط دى او دسردزيان دشمير دزياتوالي امکان شته .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته