ټولنه

ديني عالمانو دبريښنا دبهير دبندولو عاملين ګناهکاران وبلل .

کابل باختر د سلواغې ديرشمه :
ديني عالمانو  دبريښنا دبهير بندول  ناروا عمل وباله  او عاملينو ته يې  دګناهکارانوخطاب وکړ .
  ديني عالمانو نن  دهېواد په مرکز او ولايتونوپه جامع جوماتونوکې  دجمعې دلمانځه له اداکولو مخکې  دبريښنا انرژۍ  دکمښت له پلوه  دکابل ښاريانو  ستونزې په ګوټه کړې او څرګنده يې کړه چې ددولت  وسله والو مخالفينو په بغلان کې  دبريښنا دليږدونې  دستنو په ويجاړولو سره ناروا او بد عمل ترسره کړل او په خپل دغه عمل سره يې يوځل بيا له مسلمانو او ديندارو خلکو سره  خپله دښمني وښودله .
دهېواد دمرکز او ولايتونو  له  جوماتونو څخه دباختراژانس  دخبريالانو دخبر له مخې ،  ديني عالمانو دويناو او وعظونو په کولو سره وويل: ددولت وسله والو مخالفينو په داسې حال کې  دبريښنا دليږدونې دستنو په ويجاړولو لاس پورې کړ چې له يوې خوا خلک په سړه هوا کې شپې سبا کوي او له بله پلوه زياتره هېوادوال  دوزګارتيا او داقتصادي ستونزو  او تنګسيا  له پلوه  ځوريږي .
  په دغو وعظونو کې وويل شول : رښتيني  مسلمانان هغه کسان دي چې دخلکو دستونزو دلرې کولو لپاره  دلوى خداى ( ج ) خوښي  ترلاسه کړي نه داچې دخلکو  ستونزې  اومشکلات  لاپسې زيات کړي .
ديني عالمانو دغه راز يوځل بيا دهېواد له امنيتي منسوبينو سره خپل بشپړ ملاتړاعلام کړ  او په دې ټکى يې ټينګار وکړ چې دامنيت دتامينولو او دټولګټو تاسيساتو ددفاع او دخلکو دسراومال  دساتنې په لاره کې  دهېواد دپوځيانو نه ستړي کيدونکي هلې ځلې  روا دي او په دې لاره کې ددوى سرښندنې اوميړانه  له شک پرته  دلوى خداى ( ج )  دخوښي  سبب کيږي .
په دغو ويناو کې نشه يي توکي کرغيړنه پديده وبلل شوه او وويل شول چې دغه پديده  داسلام مبين دين  په بشپړه توګه  حرام بللې ده ځکه ديوزيات شمير ځوانانو  ژوند له منځه وړي او زموږ مسلمانې ټولنې ته هم زيان رسوي  او بايد دولت  له هغې سره په مبارزه کې  زياتې هلې ځلې وکړې .
ديني عالمانو له بې وزلو او اړو کورنيو سره  مرسته اوهمکاري دشتمنو مومنانو مکلفيتونه وبلل  او له  ملي سوداګرو او شتمنوکسانو څخه يې وغوښتل چې له اسلامي شريعت سره سم  له دغه شان کسانوسره  مرسته اوهمکاري وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته