امنیت

دافغانستان په شمال کې دطالبانو دپوځي کميسيون مرستيال ونيول شو .

کابل باختر د چنګاښ ١٨مه :
دهېواد  شمالي ولايتونو لپاره دطالبانو دپوځي کميسيون مرستيال له دوو تنو همکارانوسره يې نن ونيول شو .
دکورنيو چارو وزارت دوياند دفتر سرپرست نصرت رحيمي  باختراژانس ته وويل: دشمال ولايتونو لپاره دطالبانو دپوځي کميسيون مرستيال  په سيد حبيب مشهورګل حيدر دبلخ دپوليسو کله يې چې غوښتل دکندز ولايت ته لاړ شي له خپلو دوو  همکارانوسره دجوزجان ولايت داقچې دولسوالۍ اوسيدونکي محمد اصف او دچمتال ولسوالۍ  داوسيدونکي په پيداګل مشهور اغا ګل سره  دحيرتانو له دوه لارې څخه ونيول شول.
له دوى څخه  يوه تومانچه ، يو دوربين ،  دافغان تاجک په نامه يوه نقشه ، يو شفري جدول ، او پنځه اتيا زره  پاکستاني کلدارې او درې زره افغانۍ نغدې پيسې  ، درې موبايلونه  او يوکرولا موټر ترلاسه شوې دي .
  ختم-  شکريه _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته