ټولنه

په باميانوکې ښځو ته د کوچنيو پورونو برابرول

باميانباختر دوږي دمياشتې ٢٧  نيټه  :
په باميانو ولايت کې اووه سوه تنو ميرمنو ته د کوچنيو پورونو زمينه برابريږي.
د باختر آژانس دخبرله مخې :
دغه پورونه د ايټاليا له خوا د باميانو ولايت د کار او ټولنيزو چارو د رياست   او د باميانو د ټولنيزې ساتنې د خونديتوب د موسسې په همکارۍ ترسره کيږي.
په دې پروګرام کې څه ناڅه دوه زره شپږ سوه تنو سوداګرو نومونه ليکلي دي او په هغې پچه اچونه کې چې پرون د باميانو د والي مرستيال محمد آصف مبلغ په وړاندې ترسره شوه، اووه سوه تنو ميرمنو وکولاى شول په نږدې راتلوونکې کې دغه پورونه ترلاسه کړي.
په دې پروګرام کې ٣٥٠ زره امريکايي ډالره په پام کې نيول شوي دي  چې هرې ښځې ته ٣٣ زره پنځه سوه افغانۍ نغدې  پيسې دوړيا پور په توګه  ورکول کيږي چې ميرمني ځانته  کار رامنځته کړي.
د باميانو د ټولنيزې ساتنې د خونديتوب مسوول عبدل دانشيار باختر آژانس ته وويل: دغه پروګرام يو امتحاني پروګرام دى او د هرات او فراه په ولايتونوکې هم  تطبيقيږي او په هغه صورت کې چې ښه نتيجه ورکړي، دغه بهيرنورو ولايتونو ته  هم پراختيا مومي.
پاىذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته