سیاست

جمهور رئیس غني دهمزنګ چوک د شهیدانو په نوم ونوماوه

کابل باختر د زمري  دريمه :
د افغانستان خلکو له اوږدو کلونو را په دې خوا په ډیموکراتیکو ارزښتونو او اساسي قانون ولاړ نظام د رامنځته کولو په موخه مبارزه او هلې ځلې کړې دي.
د هېواد تاریخ د آزادۍ او عدالت غوښتنې د لارې د رښتینو مبارزینو د روښانه کارنامو شاهد دی. په دغه لار کې د دې خاورې ښځو او نارینه وو خپل ځانونه نذرانه کړي، تر څو د ولسواکۍ نیالګی غښتلی او بارداره شي. 
په هغې اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهور رييس دوياند ددفتر له لارې باختر آژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د هغو شهیدانو په درناوي او د هغوی د نوم او یاد ژوندي ساتلو په خاطر چې د داعش ډلې تروریستي برید پېښه کې يې ژوند له لاسه ورکړ،  دهمزنګ چوک د شهیدانو په نوم ونوماوه، تر څو راتلونکي نسلونه پوه شي چې زموږ  هېوادوالو ډیموکراسي او ولسواکي په څومره بیه ترلاسه کړې ده.
د هېواد جمهور رئیس کابل ښاروالۍ ته لارښوونه کړې ده، د شهیدانو چوک په نوم د دهمزنګ چوک د نومولو په برخه کې اقدام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته