ټولنه

د سويډن له خوا په سمنګانوکې د يوه پله د جوړولو کار بشپړ شو

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٢
د سويډن په مرسته د سمنګانو ولايت په مرکز ايبکوکې د يوه پله د جوړولو کار بشړ او دغه راز د دغه هيواد په مرسته د يوه سړک د بيارغاونې کار پيل شو.
د سمنګانو ولايت د فوايد عامې رييس انجنير ضيا همايون د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پل د ايبکو ښار په اته کيلومترى واټن کې د قشنګ درې په ساحه کې چې د ايبکو او د روى دو آب او د خرم سار باغ د ولسواليو د سړک په تګلورې کې موقعيت لري؛ په اساسي او کانکريټي ډول جوړ شوى دى.
د همايون د څرګندونو له مخې: د دغه پله اوږدوالي شل متره او سور يې اته متره او د سيند له تل څخه لوړوالي پنځه متره دى او د سويډن له خوا د يوسلو شپږ اتيا زرو ډالرو په لګښت جوړ شوى دى.
د ده د څرګندونو له مخې: له دغه پله څخه په ګټې اخستنې سره د دغو ولسواليو د څه ناڅه سلو زرو اوسيدونکو د ترانسپورتي ستونزو په لرې کيدو سربېره د خلکو په اقتصادي ، امنيتي او ټولنيز حالت کې هم ګټور دى .
د فوايد عامې رييسې زياته کړه: د دغې پروژې د جوړولو کار په داسې حال کې بشپړ شو چې په دغه ولايت کې د سويډن په مرسته د پنځه سوه اووه شپيتو زرو ډالرو په لګښت د سړک جوړولو د يوې پروژې کار پيل شو.
د ده دڅرګندونو له مخې: په دې پروژه کې د سمنګانو د مرکز ايبکو او د بر او کوز دره صوف د سړک د ترميمولو او کريړ اچول شامل دي چې يوسلو شل کيلومتره اوږدوالي لري چې د کريړ اچولو کار يې د ايبکو له ښار څخه پيل بيګ محمد قدوق په ساحه کې پاى ته رسيږي.
د دغه سړک د جوړولو کار په لسو مياشتوکې بشپړيږي او د ګټې اخستنې په صورت کې به له يوې خوا ددغو ولسواليو د يوسلو پنځو سو زرو تنو اوسيدونکو په تګ راتګ کې اسانتياوې برابرې شي او له بله پلوه باروړونکي وسايط د بر دره صوف د ډبرو سکرو له کان څخه سکاره بار او هغه د ايبکو ښار او وروسته کابل ته ليږدوي او د ډبرو سکرو د ليږدونې بهير ګړندي کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته