نړۍ

امريکايي سناتور: په افغانستان کې برياليتوبونه د يادونې وړ دي

واشنګتن تايمز آن لاين  – باختر د تلې دمياشتې ٦
د ټايم آنلاين خپرونې د امريکا د ديموکرات ګوند د يوه سناتور کارل ليون له خولې په خپلې وروستۍ ګڼه کې ليکلي دي چې وايي: په افغانستان کې برياليتوبونه د يادونې وړ دي او بايد د دغه هيواد د راتلوونکى په باب ناهيلې نشو.
د خپرونې په ليکنه: سناتور ليون ويلي دي چې د امريکا په سلوکې له ٦٥ څخه تر ٧٠ پورې خلک نن په افغانستان کې د دغې جګړې له پايلو څخه خوښ نه دي. خو په افغانستان کې په سلوکې له ٧٠ څخه تر ٨٠ پورې خلک په دې باور دي چې دغه جګړه د دوى په ګټه نه ده.
د سناتور ليون د څرګندونو له مخې: هغه کسان چې له پنځلسو زرو څخه تر شلو زرو کيلو مترو پورې لرې ژوند کوي؛ ښايي په ښه توګه قضاوت ونه کړاى شي.
د ټايم آنلاين خپرونې په ليکنه: امريکايي ماليه ورکوونکي د دې حق لري چې په دې باب پوښتنه وکړي.
خو سناتور ليون وايي: که چيرې لاره پيدا شي چې دى افغانستان ته سفر وکړي؛ هيله من دى چې د امريکا خلکو ته يو پيغام له ځان سره راوړي چې په افغانستان کې د دوى د حکومت د هڅو او هاند د اغيزمنتوب څرګندوى وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته