امنیت

نهه ويشت تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ٢٥ :
د ملي دفاع وزارت د هېواد په ځينو سيموکې د امنيتي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې د ٢٩ تنو ډار اچوونکو د وژلو خبر ورکړ.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
ملي دفاعي او امنيتي  ځواکونو په تېرو ٢٤ ساعتو کې د ډار اچوونکو د ځپلو په مقصد د هېواد په بېلابېلوسيموکې ګډ يرغليز او چاڼيز عمليات ترسره کړل چې په نتيجه کې يې د طالبانو د يوه سيمه ييز قوماندان په ګډون ٢٩ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او د يو سرګروپ په ګدون  ٣٢ تنه نوريې ټپيان شول.
دغه عمليات د ننګرهار، کونړ، لغمان، کاپيسا، پکتيا، پکتيکا، خوست، لوګر، قندهار، روزګان، کندز ، فارياب، تخار او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې  ترسره شول چې له امله يې د هلمند ولايت په ناوې ولسوالۍ کې   دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شول او ديرش ماينونه کشف او شنډکړاى شول .
دغه ر از د خان آباد ولسوالۍ او د کندز ولايت د مرکز عربانو په ساحه کې د حنفي په نامه د طالبانو د يوه سيمه ييز قوماندان په  ګډون ١٢تنه ډار اچوونکي ووژل شول او د جعفر په نامه د يو سرګرو په ګدون ١٩ تنه ټپيان شول او د دښمن پنځلس پټنځي او څلور قرارګاوې ويجاړې شوې دي.
دغه راز  د غزني ولايت په ګيرو و لسوالۍ کې درې تنه ډار اچوونکي ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول او د لغمان ولايت د مرکز جوګي پله او شامکي په ساحوکې دوه تنه ډار اچوونکي ووژل شول، پنځه تنه ټپيان او د دښمن درې موټرسايکلونه د امنيتي ځواکونولاسته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته