کابل – باختر دوږې دمياشتې ٤
څلور تنه وسله وال طالبان پرون په غزني کې دملي اردو دمنسوبينو د چاڼيزو عملياتو په بهير کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت دويندوي مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ :
دملي اردو منسوبينو د غزني ولايت د زنه خان ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوسله والو مخالفينو له شتون څخه د سيمو دپاکولو په مقصد چاڼيزعمليات ترسره کړل چې له امله يې څلور تنه وسله وال طالبان و وژل شول او يوه اندازه وسله مهمات او چاوديدونکې توکي ترلاسه شوي دي .
دغه راز د ارزګان ولايت د دهراوود او کندز ولايت دارچې ولسواليو په مربوطاتو کې د ملي اردو دځواکونو له خوا دجلا جلا عملياتو په بهير کې دوه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.
2 د یوې دقیقې څخه لږ