-کابل/ دزمري٤مه /باختر:
د کابل د امنيې قوماندانۍ پوليسو نن په هدفمندو عملياتو سره د وسله والو غلو درې کسيزه ډله ونيوله .
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز باختراژانس خبريال ته وويل: دغو وسله والو غلو د کابل په دولسمې او شپاړلسمې حوزواو د بګراميو ولسوالۍ په مربوطاتو کې په جرمي قضيو په تېره بيا وسله والو غلاو کې لاس درلودل چې د پوليسو له خوا ونيول شول .
له دغو غلو څخه دوه تومانچې هم ترلاسه شوي دي. ختم _ ج _اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ