امنیت

افراطي ډلې يواځې دافغانستان خلکو ته سرخوږى نه دى بلکې دغه ډلې غواړي دسيمې هيوادونه بې ثباته کړي خو دسيمې دهيوادونو ترمنځ همغږي نشته .

کابل باختر د وږي  اووه ويشتمه :
افراطي ډلې  يواځې دافغانستان خلکو ته  سرخوږى نه دى بلکې دغه ډلې غواړي دسيمې هيوادونه  بې ثباته کړي  خو دسيمې دهيوادونو ترمنځ همغږي نشته .
دباختراژانس خبريال ليکي تراوسه پورې دافغانستان نظام په وار وار طرحه کړې ده چې افغانستان دسيمې دهيوادونو قرباني شوى دى .
افغانستان په سيمه کې  د ډار اچونې پرخلاف  دمبارزې  په لومړى کرښې  بدل شوى دى خو دسيمې هيوادونو دغې مسئلې  ته کمه پاملرنه کړې ده ، اوس په دوشنبه کې د ډله ئيز امنيت دتړون دسازمان په غونډه کې طرحه کيږي چې په افغانستان کې حالات د ډار اچوونکو ډلو په پراختيا سره دهرې ورځې په تيريدو سره خرابيږي .
دغه راز په دې غونډه کې طرحه شوه چې همدا اوس دسيمې نورو هيوادونو ته د ډار اچوونکو د احتمالي نفوذ زياتيدونکى خطر شته .
اوس اساسي پوښتنه داده چې دسيمې هيوادونه په دې  پوه شوي دي چې ډار اچونه  دسيمې دهيوادونو  دښمن دى نور هغې دمخنيوي  لپاره  ولې  دسيمې هيوادونه مشخص دريځ نه لري که چيرې  دسيمې هيوادونه په يوه نظر او په ګډ چلند سره د ډار اچونې او افراطيت  په وړاندې ودريږي هيڅ هيواد به ونه کړاى شي چې په سيمه کې ددغه  مخ په زياتيدونکي او پراختيا په حال کې خطر دعاملانو ملاتړ وکړي .
دسيمې دهيوادونو اقتصادي اوسياسي فشارونه دافراطيت په سيمه ئيزو ملاتړو اغيزه کوي او سيمه به په پاى کې نن وې او که سبا له دغې ستونزې څخه وژغورل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته