امنیت

پوځيانو په غور کې د طالبانو مهم مرکزونه ونيول

کابل/ د ليندۍ ٢٦ مه/ باختر
پوځيانو پرون د غور د دولتيار ولسوالۍ د سومک سيمه ونيوله.
د باختر آژانس سيمه ييز خبريال خبر ورکړ: پوځيانو د غور په دولتيار ولسوالۍ کې  د خپلو عملياتو په دوام په دغې ولسوالۍ کې د سومک مهمه سيمه چې د وسله والو طالبانو د سوق او ادارې مرکز و، ونيوله.
خبرځاى زياته کړه: په عملياتوکې وسله والو طالبانو مقاومت نه دى کړى او له ساحې څخه وتلي دي.
هغه وويل چې اوس پوځيان د دښمن د پټنځايونو په لټونې بوخت دي او پوځيانو په سيمه کې د وسله والو طالبانو د جنګي وسايلو زېرمې نيولې دي.
ختم- ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته