ټولنه

٩١ کورنۍ په سرپل کې له برښنا څخه ګټه اخلي

کابل/ دچنګاښ ٤مه :
د ښاري برېښنا د شبکې د تمديدولو کار د سرپل په مرکز کې د ولسي تړون د ملي پروګرام له خوا پيل شو.
باخترآژانس ته د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د ولسي تړون دملي پروګرام دعامه اطلاعاتو ادارې د معلوماتو له مخې ؛ په دغو پروژه کې  د٤٠٠ مترو په اوږدوالي د شل کليو ولټه مزو او ٧٥٠ مترو په اوږدوالي د صفر اعشاريه ٤ کيلوولټه مزو  لېږدونې په خاطر د ټي- پي- او- اس- پي   د ٢٢ ستنو درول په پام کې نيول شوي دي.
د يوترانسفارمر درول هم په دې پروژه کې شامل  دى چې په بشپړېدو سره يې   دسرپل  په مرکز کې ٩١کورنۍ له بريښنا څخه ګټه اخلي.
ددغې پروژې  کار دکليو دبيا  جوړولو اوپراختيا وزارت  دولسي تړون دملي  پروګرام له بودجې څخه ديو ميليونو پنځه سوه زرو افغانيو په لګښت تطبيقېږي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته