امنیت

دامام صاحب په ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات پيل شول.

کابل باختر د وږي دمياشتې ٢٤
دکندز ولايت دامام صاحب په ولسوالۍ کې نن سهار  چاڼيز عمليات پيل شول.
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوي سيدسرورحسيني باختر آژانس ته وويل :  دغه عمليات دامام صاحب ولسوالۍ په قرغان تيپې کلي کې ددغه ولايت دامنيه قوماندان جنرال عبدالخليل اندرابي ترقوماندانۍ دملي پوليسو،ملي اردو، سيمه ييزو  پوليسو او دعامه نظم دپوليسو په ګدون پيل شول .
په امام صاحب ولسوالۍ کې دغه عمليات په داسې حال کې پيل شول چې د دغه ولايت په ارچى ولسوالۍ کې لس ورځنۍ عمليات تير ماښام له ښو لاسته راوړنو سره پاى  ته  ورسيدل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته