امنیت

په قندهارکې د يوه توغندي د لګيدو له امله ديوې کورنۍ شپږ تنه غړي ټپيان شول

کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٩
دقندهار ولايت دميوند ولسوالۍ په مربوطاتوکې د يوه توغندي دلګيدو له امله شپږ تنه ټپيان شول .
دقندهار د والي ويندوى صميم خپلواک د دغه خبر په تاييدولو سره باختر آژانس ته وويل: د ميوند ولسوالۍ په کاريز سيمه کې داستوګنې په يوه کور د طالبانو له خوا د توغول شوي توغندي د لګيدو له امله دښځو او ماشومانو په ګډون شپږ تنه ټپيان شول.
خبرځاى وويل: د پيښې ټپيان دقندهار مرکزي روغتون ته ليږدول شوي او د روغتون د مسوولينو دڅرګندونو له مخې، د دغو ټپيانو د دوو تنو روغتيايي حالت خراب دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته