امنیت

دولس طالبان په بدخشان کې ووژل شول

کابل / د غويي ٢٤مه / باختر
وسله والو طالبانو د نورستان له لارې د بدخشان پر منجان درې برید وکړ چې د سر د زیان په زغملو سره په شا وتمبول شول.
د کران او منجان ولسوال عبدالرحیم فرحت باختر آژانس ته وویل چې یوې ډلې وسله والوطالبانو د نورستان له لارې د ملا ملنګ په مشرۍ په دوو جلاجلا بریدونوکې د دغه ولایت پر منجان درې برید وکړ چې د پوځیانو له مقاومت سره مخ شول او د سر د زیان په زغملوسره له ساحې څخه وتښتېدل.
په برید کې ١٢ وسله وال طالبان ووژل شول او ٦ نور يې ټپیان شول چې د څلورو طالبانو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې دي.
هغه زیاته کړه چې په جګړه کې یو پوځي شهید شو او دوه نور يې ټپیان شول.
د کران او منجان ولسوال له حکومت څخه وغوښتل چې زیات مهمات او تجهيزات امنیتي ځواکونو ته واستوي.
ختم/ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته