نړۍ

دامريکا دديپلوماتيکي مرکزونو ٧٥٥ تنه کارکوونکي بايد له روسيې څخه ووځي .

مسکو   باختر د زمري  نهمه :
دروسيې جمهور رييس ولاديمير پوتين پرون وويل چې دامريکا ٧٥٥ تنه ديپلوماتان او دهغوى کورنۍ بايد دروسيې له خاورې څخه ووځي .
دغه تصميم له هغه وروسته اعلام شو چې امريکا په وروستيو ورځو کې دروسيې پرخلاف نوي بنديزونه اعلام کړ .
دروسيې دبهرنيو چارو وزارت پخوا له امريکا څخه غوښتي و چې دروان کال دسپتمبر ترمياشتې پورې دې دخپلو ديپلوماتانو شمير ٤٥٥ تنو ته کم کړي .
روسيې  دوه ورځې مخکې دغه راز امريکا ته خبر ورکړى و چې دامريکا دوه ديپلوماتيکي ودانۍ  به هم په واک کې واخلي .
دروسيې  جمهور رييس دروسيې  _ ٢٤ له ټلويزيون سره  په  خبرو کې وويل چې څه ناڅه زر تنه امريکايي  ديپلوماتان په روسيه کې کار کاوه او اوس هم کار کوي چې ٧٥٥تنه يې بايد په روسيه کې خپل فعاليت وځنډوي .
په همدې حال کې پوتين وويل چې دسوريې په جنوب کې له نښتې څخه دخلاصې  سيمې جوړول  دروسيې او امريکا دهمکاريو دپرمختګ نښه نښانه ده خو له دې زيات نشو کولاى دامريکا او روسيې ترمنځ داړيکو دښه والي هيله ولرو .
ولاديمير پوتين دغه راز په نورو ټلويزيوني  خبرو کې وويل ښايي روسيه دامريکاپرخلاف  زيات اقدامات په پام کې ونيسي خو اوس له دې کار سره مخالفه ده .
دده دڅرګندونوله مخې  په دې لارښود کې  په مسکو کې دامريکا د سفارت او دغه راز په اکاترينبرګ ، ولاديو وستوک او په سن پترزبورک کې دامريکا دقونسلګريو کارکوونکي شامل دي .
دروسيې دبهرنيو چارو وزارت مرستيال سرګي ريابکوف  هم د امريکا له  اي- بي- سي شبکې سره په خبروکې وويل چې دامريکايي ديپلوماتانو ايستل  له اندازې زيات ځنډول  شوي دي . او که چيرې  امريکا خپل چلند بدل نه کړي بايد زياتو غچ اخستونکو اقداماتو ته سترګې په لاره واوسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته