سیاست

د سرحدي دروازو له تړل کيدو وروسته په پاکستان کې زرګونه تنه افغانان بندپاتې دي

کابل – باختر دکب دمياشتې ١٦
له پاکستان سره د افغانستان د دروازو له تړل کيدو وروسته د هېواد په زرګونه تنه اتباع د ډيورنډ کرښې په اخوا کې بندپاتې دي. زياتره دغه افغانان د پاکستان په ويزې سره د درملنې په خاطر دغه هېواد ته تللي دي.
د پاکستان سرحدي ځواکونو له دوو اوونيو راپه دې خوا له افغانستان سره لارې تړلې دي او هېچا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: همدا اوس په تورخم او سپين بولدک کې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د هېواد په زرګونه اتباع د لارې د پرانستلو په تمه دي چې خپل هېواد ته د ننوتلو اجازه ترلاسه کړي.
دغه خلک وايي چې پيسې يې خلاصې شوې دي او نور د خونې د کرايې او د خوړو د لګښت توان نه لري.
فرهاد چې د خپل پلار د درملنې په خاطر پيښورته تللى دى؛ باختر آژانس ته وويل: د دريو ورځو لپاره پاکستان ته راغلو چې د خپل پلار درملنه وکړم، اوس پنځلس ورځې کيږي چې تورخم ته څېرمه شپې سبا کوم او د پاکستان پوليس اجازه نه راکوي چې هېواد ته لاړ شم.
دى له حکومت څخه غواړي چې په تورخم کې د افغانستان د زرګونو تنو اتباعو لپاره لاره ولټوي.
فضل الربي چې له غور ولايت څخه د درملنې لپاره پيښور ته تللى دى، اوس تورخم ته څېرمه د لنډي کوټل په يوه جومات کې شپې سبا کوي .
ده وويل: له يوې خوا پيسې مې خلاصې شوې او آن د وچې ډوډۍ د پيرودنې توان هم نه لرم او له بله پلوه ناروغ هم يم.
شهريار بل افغان دى چې د هېواد په جنوبي پوله کې بند پاتې دى.
ده وويل: د پاکستان پوليسو له موږ سره بد چلند کوي، په داسې حال کې چې د پاکستان ويزه لرو او په قانوني ډول دغه هېواد راغلي يو.
دى وايي چې د پاکستان پوليس له دغو خلکوڅخه پيسې اخلي او که څوک پيسې ورنه کړي؛ وهل او ډبول کيږي.
په پاکستان کې د افغانستان سفير عمر زاخېلوال وايي: د افغانستان پنځه ويشت زره تنه اتباع د پاکستان له خوا د لارو له تړل کيدو وروسته په دغه هېوادکې بندپاتې دي.
ده په خپله فيس بوک پاڼه کې ويلي دي چې ده څو ځلې له پاکستاني مقاماتو سره دغه ستونزه طرحه کړې ده، خو هغوى تراوسه کوم اقدام نه دى کړى.
زاخيلوال وايي: که چيرې دغه حالت دوام وکړي، بندپاتې شوي کسان به د الوتکې په واسطه افغانستان ته وليږدوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته