اقتصاد

له ٢٠١٤ کال وروسته دافغانستان دامنيتي مرکزونو کلني لګښتونه څلور ملياره ډالره اټکل شوي دي.

کابل باختردسلواغې دمياشتې ٣٠ :

 دامريکا داردو يوه جګپوړي مقام ويلي دي  چې له ٢٠١٤ کال وروسته کله چې نړيوال ځواکونه له دغه هيواد څخه وځي   دافغانستان داردو او پوليسو کلني لګښتونه څلور مليارده ډالره اټکل شوي دي.

دامريکا داردو دغه جنرال  په جدي توګه په دې کار ټينګار کوي که چېري موږ له تروريزم سره  دمبارزي نړيوال ايتلاف وغواړو په افغانستان  کې خپل ارزښتونه او برياليتوبونه وساتو دافغان امنيتي مرکزونو او داردو ساتنې ته اړتيالرو.

دامريکا  جمهوررييس بارک اوباما په پام کې لري دناټو دمشرانوپه غونډه کې چې دروان ميلادي کال دمې په مياشت کې جوړيږي  له  ٢٠١٤ کال وروسته  دافغانستان دپوليسو او اردو دلګښتونو دقيقه بودجه اعلام کړي اودناټوله مشرانو څخه و غواړي  چې  په تمويلولو کې يې همکاري وکړي.

سره له دې هم دافغان امنيتي ځواکونو دلګښتونو زياته برخه بودجه چې نږدي  څلور مليارده ډالره اټکل شوې ده ، دامريکا له خوا ورکړي شي .

همدا اوس دافغانستان داردو او پوليسو زياته برخه لګښتونه دنړيوالې  ټولنې له خوا تمويليږي  او دامريکا جمهوررييس بارک اوباما  په  روان ميلادي کال کې  دافغانستان دوسله والو ځواکونو لپاره  يوولس اعشاريه  دوه مليارده ډالره بيل کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته