ټولنه

په کندز کې دشېدو د راټولولو د دوو مرکزونو د جوړولو کار پيل شو

کابل / د لړم ١٣مه / باختر : 
په  کندز کې د کوپراتيفونو د شېدو د راټولولو د دوو مرکزونو د جوړولوکارپيل شو.
دکندز د کرنې ، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست سرپرست محمد نصير رازقي  باختر آژانس ته وويل ؛  دغه دوه ودانۍ  دڅه د پاسه درې ميليونو افغانيو په لګښت  د (جي  اى زيد ) د دفتر په مالي مرسته د دغه ولايت په علي اباد ولسوالۍ کې جوړېږي.
د شېدو د راټولولو دغه دوه مرکزونه  د لابراتوارونواو په مجهزو وسايلو اوتجيزاتو  سمبال دي .
د کرنيزو کوپراتيفونو د پراختيا لوى مدير محمد منير نيازي د دغو پروژو تطبيق دمالدرانو په ژوند کې د ښه والي  او دخلکو لپاره د کار د زمينې رامنځته کېدل وبلل                  او ويې ويل ؛ د کندز د کرنې رياست هلې ځلې کوي  چې پراختيا او پرمختيا  ته              په خپلو لومړيتوبونو کې ځاى ورکړي او ددغه شان پروژو تطبيق ته دوام ورکړي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته