کبل، د مرغومې ۹مه، باختر
د لوګر ولایت د بدنې روزنې او سپورټ آمریت لخوا د یوه نیمه میاشت وړاندې څلورو ولایتونو د ۳۰ ټیمونو ترمنځ پیل شوې وې د پیروزي کلنګار لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د دغه ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمر انجنیر مزمل نعیم زي باختر آژانس ته وویل دغه سیالۍ، چې د لوګر د والیبال فدراسیون لخوا د یادې ادارې په همکارۍ د لوګر، کابل، میدان وردګو او کاپیسا ولایتونو د ۳۰ ټیمونو ترمنځ پرلاره اچول شوې وې، چې په پای لوبه کې یې د پیروزي کلنګار لوبډلې وکولای شول اتفاق محمدآغې لوبډلې ته ۲\۳ کې ماته ورکړي او بریا خپله کړي.
ورته مهال د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د یادې سیالۍ د پای لوبې د لیدلو پرمهال وویل؛ د افغانستان اسلامي امارت د ورزشکارانو کلک ملاتړ کوي، چې په ورستیو کې چین هېواد کې د بېلابېلو سیالۍ لپاره د له سلو څخه د زیاتو ورزشکارانو ګډون د ښه بېلګې په توګه یاده ولای شو.
وثیق سپورټ د روغتیا ترڅنګ د ملتونو او قومونو ترمنځ د یووالي ښه لاره وبلل او زیاته یې کړه، چې هغه ورزشکاران، چې په کیفیت ښه کار وکړي هغوی کولای شي خپل هېواد ته ښه بریاوې په برخه کړي.