امنیت

په فراه ولايت کې دوسله والو طالبانو دتروريستي ډلې دمهماتو يوه ډيپو کشف شوه .

کابل باختر دزمري درې ويشتمه :
دفراه ولايت په مرکز  پورې اړوند کوره ګزى کلي په مربوطاتو کې  دملي امنيت دلوى رياست موظفينو  دعملياتوپه بهير کې  دوسله والو طالبانو دډلې  دمهماتو يوه ډيپو کشف کړه .
  دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتو دفتر  باختراژانس ته خبرورکړ.
په دغو مهماتو کې دار پي جي – ٧ توغندي يو ديرش  ماينونه ددوه اتيا ملي متري توپ  دوه ګولۍ ، دهاوان يو ماين  له دريو بطريو او شارژورونو سره يې يوه ماترولا مخابره ، دوه  لاسي بمونه  له ځانه  جوړو شويو ماينونو شل فيوزونه ، دپريم کارت اتيا متره مزي ، څلور کيلوګرامه چاويدونکي  توکي، يو ريموټ کنترول  او دوسايطو ضد ماين دوه تخنې شته .
ډار اچوونکو غوښتل له دغو مهماتو څخه په استفادې سره  دفراه ولايت په مربوطاتو کې يرغليز بريدونه او چاودنې ترسره کړي چې له نيکه مرغه ددغو مهماتو په کشفولو سره  په دغه ولايت کې دڅو تروريستي پيښو مخه نيول شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته