ورزش

دافغانستان دکرکټ ملي ټيم دکرکټ د نړيوال جام پنځوس آوريزو سياليو ته لاره وموندله .

 کابل باختر د تلي دولسمه :
دافغانستان دکرکټ ملي ټيم دکينيا د کرکټ ملي ټيم ته په ماتې ورکولو سره دکرکټ دنړيوال جام پنځوس آوريزو سياليو ته لاره  وموندله  .
دباختر داطلاعاتي آژانس  دخبر له مخې : دغه په  زړه پورې اوبرخليک ټاکونکي لوبه  نن دمتحده عربي اماراتو دشارجي  په نړيوال لوبغالي کې پيل شوه .
دافغانستان ټيم  دبالينګ يا دتوب په اچولو پيل وکړ او ويې کولاى شول  چې دکينيا دټولو لوبغاړو په سوځولو سره پرې نه نږدي چې سيال  ټيم پنځوس آورونه بشپړ کړي .
دکينيا ملي ټيم  دافغانستان ملي ټيم ته دڅلور نوي منډو هدف وټاکه چې دافغانستان ټيم وکولاى شو  د دريو لوبغاړو په سوځيدو سره په آساني سره  څلور نوي منډي جوړې کړي او دکينيا ملي ټيم ته  ددريم ځل لپاره ماتې ورکړي او دلومړي ځل لپاره داستراليا د٢٠١٥ نړيوال جام پنځوس آوريزو سياليو ته لاره ومومي .
  دافغانستان ملي ټيم دکينيا دکرکټ له ملي ټيم سره په خپله لومړنۍ شل آوريزه لوبه کې دغه ټيم ته ماتې ورکړه  او دنړۍ  دکرکټ دټيمونو په رده  بندۍ کې  نهم مقام ترلاسه کړ او په  رده بندي کې  دبنګله ديش او زمبابي هيوادونو په شان دنړيوال کرکټ  ددايمې  غړو هيوادونو څخه مخکې شي .
دهيواد دکرکټ ملي ټيم دپنځوس آوريزې  سيالۍ په لومړۍ  ورځ چې په  روانه اوونۍ کې په شارجه کې  ترسره  شوه  بريالى شوى و  چې دکينيا دکرکټ ملي ټيم ته ماتې ورکړي . او دآستراليا د کرکټ نړيوال جام ته دافغانستان  لاره موندنه  له کينيا سره د دويمې پنځوس آوريزې  لوبې په برياليتوب  پورې تړلې وه  چې نن يې تحقق وموند .
افغانستان په دې برياليتوب سره په نړيوالو پنځوس آوريزو سياليوکې دولسم او دنړۍ  په شل آوريزو سياليو کې  په نهم  ځاى کې دى .
  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او باخترآژانس  دآستراليا د ٢٠١٥ نړيوال  جام سياليوته دافغانستان دکرکټ دملي ټيم د لارې موندنې له امله ټولو هيوادوالو ته مبارکي وايي او دهيواد دکرکټ دملي ټيم د لوبغاړو دلازياتو برياليتوبونو هيله کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته