ټولنه

ددوشي _ باميانو سړک دپخولو کار پيل شو

کابل باختردمرغومي دمياشتې٢٤نيټه :
ددوشي _ باميانو سړک دپخولو کار پرون پيل شو.
د باخترآژانس دخبرله مخې ؛  دغه  سړک  چې  ١٢٠ کيلو مترو  په  اوږدوالي اټکل شوى دى  او دپخولوکار يې دسړک جوړولو له چينايي شرکت سره لاسليک شوى دى.
ددوشي ولسوال شمس الدين سرحدي ددغه سړک پخول  ددوشي داوسيدونکو داقتصادي حالت دښه والي لپاره اغيزمن وباله  او ويې ويل  ؛ دا ډير پخوانى سړک دى  چې دهېواد مرکز له شمال سره نښلوي اوله بلې خوا دبغلان ولايت دتاله اوبرفک  يوه مخور عبد الکريم ددغه سړک پخول ددوشي اوتاله اوبرفک  دولسواليو داوسيدونکو دستونزو په لرې کولو کې ارزښتناک وباله  او  ويې ويل تراوسه پورې خلک له دغه سړک څخه  ددوى دناروغانو په ليږدونه کې له ستونزو سره مخامخ دي او ځينو وختونو کې ناروغانو دلارې په اوږدو کې سا ورکړې ده.
ده وويل: اوس خلک هيله من شوي دي چې دغه ستونزه لرې کيږي.
پاى عطاالله ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته