ټولنه

په کابل کې د اورلګيدنې يوې پېښې مالي زيان واړاوه

کابل باختر دسلواغې ١٤ نيټه :
په کابل  ښار کې نن سهار د د همزنګ  په ساحه کې د خاتم النبين  پوهنتون ته څېرمه  يوې  اورلګيدنې مالي زيان  واړاوه .
دکابل  ولايت د امنيې قوماندانۍ د اور وژنې يوه مسوول باخترآژانس ته وويل؛
نن سهار د د همزنګ په ساحه کې  د نهو بجو او ديرشو دقيقو په شاوخوا کې  د افغان بيسيم شرکت  او خاتم النبين پوهنتون ته څېرمه د تيلو دوه دوکانونه او د موټرو د سيټ  جوړولو  يو دوکان  د ګازو د بالون د چاودنې له امله اور  واخيست   چې د اور وژنې  کارکوونکو وکولاى شول دغه اور په لومړيو شيبوکې کنترول  کړي، خو سربيره  پردې هم  دغو دوکانونو ته مالي زيان  واوښت.
د اور وژنې د موظفينو د څرګندونوله مخې ؛ دغه پيښه دبې احتياطۍ  له امله
رامځته شوې ده .          پاى   ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته