امنیت

يوولس تنه ډاراچوونکي ونيول شول

کابل باختردکب دمياشتې١٢ نيټه :
يوولس تنه ډاراچوونکي دهېواد په ختيځ  کې دپوځيانوله خوا ونيول شول.
دغه ډاراچوونکي د وروستيو ٢٤ ساعتو په بهيرکې  دننګرهار ، کونړ  ، نورستان او دلغمان په ولايتونو کې  ونيول شول.
دهېواد په ختيځ کې دپوليسو يو قوماندان باخترآژانس ته وويل چې
پوځيانو په وروستيو ٢٤ ساعتوکې بريالي شول  چې يوولس تنه ډاراچوونکي ونيسي .
نيول شويو کسانو په لومړنيو تحقيقاتوکې دطالبانو او داعشيان په ډلو کې د غړيتوب  او په لسګونو خونړيو ډاراچوونکو پيښو کې په خپل ګډون اعتراف کړى دى.
له نيول شويو کسانو څخه  يوه اندازه وسلې او چاوديدونکي هم ترلاسه شوي دي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته