روغتیا

د هند هېواد په مرسته په روزګان کې د يوه ستر او سمبال روغتون د بنسټ ډبره کيښودل شوه

کابل باختر دزمري د مياشتې ١٠ : 
دهند جمهوريت په روزګان ولايت کې يوستر او معياري روغتون  جوړوي.
ټاکل شوې ده دغه روغتون د روزګان ولايت دمرکز ترينکوټ ښار په مهرآباد ساحه کې په يو کال کې جوړ شي .
په دې روغتون کې به له نړيوالو معيارونو سره  سم   ټولې روغتيايي  برخې شتون ولري .
سر بيره پردې  ځينو عاجلو ناروغانو ته په دې روغتون کې له لسو بسترو سره ځانګړې برخه په پام کې نيول شوې ده .
د روزګان ولايت دعامې روغتيا  رئيس ډاکتر خان  آغا  مياخيل دباختر  آژانس خبريال ته وويل چې ددغه پرمختللي روغتون په  جوړولو سره به د درملنې لپاره د زياترو روزګاني ناروغانو اړتيا  لرې  شي .
په اوس وخت کې په نسبي ډول په دغه  نا آرام  ولايت کې زياتره ناروغان دمعياري روغتونونو دنشتوالي په دليل دې ته اړ کيږي چې ددرملنې لپاره  قندهار او کابل  او آن پاکستان ته لاړشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته