نړۍ

په سريلانکا کې د سيلاوونو د راوتلو او دځمکې ښوئيدنې له امله ٩١ تنه ووژل شول

 سريلانکا نړيوالې خبري منابع باختر دغبرګولي دمياشتې  ٦ :
د سريلانکا د طبيعي آفتونو مديريت مرکز د شنبې په ورځ  ديوه رپوټ په خپرولو سره اعلام وکړ چې د دغه هېواد په جنوب کې د ځمکې ښوئيدنې او د سيلاوونو د راوتلو له امله  ٩١ تنه وژل شوي دي.
د سريلانکا په جنوبي سيموکې سختو اورښتونو چې له څو ورځو را په دې خوا دوام لري، له څه دپاسه پنځوسو زرو تنو وګړوسره دسريلانکا دجنوب د ديارلسو سيمو دخلکو ژوند تر اغيزې لاندې نيولى دى او د سريلانکا د پايتخت په ٤٠ کيلومترى واټن کې د کلوتارا د ساحلي ښار د اتو زرو تنو اوسيدونکو د مهاجرت سبب شوي دي.
د سريلانکا د طبيعي آفتونو د مديريت مرکز اعلام وکړ چې د دغه هېواد د جنوبي سيمو  يوسلو لس تنه اوسيدونکي تر اوسه پورې بېدرکه دي.
د سريلانکا يوه دولتي مقام په دې بيان سره چې د سيلاوونو راوتلو په ځينو جنوبي سيمو د لاسرسى امکان ناشونى کړى دى، زياته کړه : د ژغورنې او مرستې عمليات هماغه شان دوام لري .
د هند دولت  د سريلانکا د دولت له غوښتنې وروسته څو روغتيايي ټيمونه  او له دغه هېواد سره د مرستې په موادو بار دوه بيړۍ دغه هېواد ته ليږلې  دي.
د سريلانکا د هوا پوهنې سازمان اعلام وکړ: هغه سخت اورښتونه چې له څو ورځو را په دې خوا په دغه هېوادکې پيل شوي دي، تر راتلوونکو ٣٦ ساعتونو پورې په  جنوبي سيموکې دوام مومي.
تېرکال هم په سريلانکا کې د سيلاوونو د راوتلو او ځمکې ښوئيدنې له امله څه ناڅه سل تنه وژل شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته