اقتصاد

په هرات کې په لسګونو نجونو د خیاطۍ په زده کړې سره د کاراو کسب خاوندانې شوې

کابل / د غبرګولي ۱۹ / باختر
په لسګونونجونود خیاطۍ زده کړې وکړې او اوس د کاراو کسب خاوندانې شوې.
د صدیقي خیریه بنسټ هلې ځلې کوي چې نجونواو ښځوته د حرفې په زده کولوسره د کار او کسب خاوندانې کړي ترڅو وکولای شي له خپلې حرفې څخه په استفادې سره د خپل او خپلې کورنۍ اقتصاد لوړ کړي .
په دې پړاوکې ۱۵۰ نجونې له دغه ورکشاب څخه فارغې شوې.
صدیقي خیریه بنسټ هرې زده کوونکې ته د خیاطۍ دستګاه او د کار وسایل هم ورکړل.
په دې زده کړیزې ورکشاب کې یوه ګډون کوونکې نجلۍ بخت آرا وايي چې اوس د خیاطۍ په زده کولوسره کولای شي خپلې او د خپل کورنۍ اقتصاد ښه کړي.
د بسم الله صدیقي د خیریه بنسټ مرستیال فیصل صدیقي باخترآژانس ته وویل چې تراوسه په سلګونو نجونواو ښځو د حرفې او زده کړې په برخوکې زده کړې کړې دي.
صدیقي وايي چې ټاکل شوې په سلګونونورې نجونې او ښځې هم د خپل ژوند او اقتصاد د ښه کولولپاره حرفه زده کړي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته