امنیت

طالبانو په نجراب کې يو پوځي شهيد کړ .

کابل باخترد غبرګولې يو ويشتمه :
طالبانو  تيره شپه  دکاپيسا ولايت  دنجراب په ولسوالۍ کې دپوليسو يوافسر شهيد کړ .
دکاپيسا ولايت  دامنيې قوماندانۍ وياند عبدالشايق  شورش  باختراژانس ته وويل  چې دغه افسر دکابل په مرکزي محبس کې دنده لرله او دنيکمرغه کوچني اختر درخصتيو دتيرولو لپاره  خپلې کورنى ته تللى و ،  چې دندې ته دراستنيدوپه وخت کې  دلارې په اوږدو کې دطالبانو له خوا شهيد کړى شو .
  ديوبل خبرله مخې ،  دکاپيسا ولايت امنيه قوماندانۍ نن نهه څلويښت ميله ډول ډول وسلې  چې په تيريوکال کې يې ددغه ولايت  په بېلابېلو ساحو کې دغير مسوولو وسله والو کسانو  څخه او يا دجنايي پيښو په بهير کې راټولې کړې وې  دوسلو دراټولولو  پروګرام ته  وسپارلې .
  ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته