سیاست

جمهوررئیس غني د قزاقستان سفیر سره د مخه ښې کتنه وکړه

ابل باختر د  وري  شپاړلسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن سهار په کابل کې د قزاقستان سفیر بیتیموف اومیرتای سره د مخه ښې کتنه وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه، لومړی د جمهوررئیس فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر ښاغلي بیتیموف اومیرتای ته د غازي  میر مسجدي خان د مډال د ورکړې په اړه د جمهور رئیس فرمان  ولوست.
وروسته جمهوررئیس غني د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سیاسي او فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا په ځانګړې توګه په قزاقستان جمهوریت کې افغان ځوانانو ته د لوړو زده کړو زمینې برابرولو په موخه د هغه د کوښښونو په درناوي، ده ته دغه مډال ورکړ.
د هېواد جمهوررئیس په افغانستان کې د ښاغلي اومیر تای د ماموریت په بهير کې د ده د کړنو د قدردانۍ او په راتلونکو دندو کې د بریالیتوب هیلې څرګندولو ترڅنګ وویل، د افغانستان او قزاقستان اړیکو بنیادي بدلون کړی او د دواړو هېوادونو د لازیات نږدېوالي، هوساینې او تحکیم لامل شوې دي.
په کابل کې د قزاقستان جمهوریت سفیر ښاغلي بیتیموف اومیرتای په افغانستان کې پرخپل ماموریت د خوښي څرګندولو ترڅنګ وویل، ویاړم چې د یو همکار په توګه مې د افغانستان حکومت او خلکو ترڅنګ خدمت وکړ او هیله لرم چې په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په ځانګړې توګه د سوداګرۍ او اقتصاد په برخو کې لا پراختیا ومومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته