ټولنه

د روژې په مبارکه مياشت کې د روژه ماتې او سپيده داغ وختونه

– کابل- باختر د غبرګولي د مياشتې ٢٧مه :
د حج او اوقافو وزارت د کابل ښار او په هغه پورې د اړوندو ناحيو د روژه ماتې او سپيده داغ وختونه مشخص کړي دي.
د حج او اوقافو وزارت د خپرونو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
نن د روان کال د غبرګولي د مياشتې اووه ويشتمه نيټه، د پنجشنبې ورځ، د روژې د مبارکې مياشتې يوولسمه، په کابل ښارکې د روژه ماتې وخت اووه بجې او دولس  دقيقې او د سپيده داغ وخت دوه بجې او پنځه پنځوس دقيقې مشخص شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته