کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٥
په هرات کې د څوارلس کلنو ځوانانو د فوټبال سيالۍ نن مازيګر په دوو لوبو سره دوام کوي.
په هرات د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختر آژانس ته وويل: دغه لوبې د اتفاق او د آريانا د ټيمونو او د هرات باستان او انصاري د ټيمونو ترمنځ کيږي.
د ضيا دڅرګندونو له مخې: د څوارلس کلنو ځوانانو د فوټبال سيالۍ پنځه ورځې مخکې د ١٦ ټيمونو ترمنځ په هرات کې پيل شوې دي چې هره ورځ دوام کوي.
په پرونيو لوبوکې د آريانا ټيم د يوې په وړاندې په دوو سره د پيروزي ټيم ته او د انصاري ټيم د يوې په وړاندې په څلورو سره د کوثر ټيم ته ماتې ورکړه .
0 د یوې دقیقې څخه لږ