سیاست

اعلاميه

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٩
د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه
د افغانستان اسلامي جمهوريت د طالبانو له ډلې سره د سولې د خبرو د دويمې رسمي غونډې د ځنډيدو په اړوند چې ټاکل شوې وه نن د ١٣٩٤ د زمري د مياشتې په ٩نيټه د پاکستان په اسلامي جمهوريت کې ترسره شوې واى، خواشينۍ څرګندوي.
د افغانستان اسلامي جمهوريت د تل په شان د طالبانو له ډلې سره د سولې د رسمي خبرو د غونډو په دوام ژمن دى او هيله لري چې دغه غونډه په نږدې راتلوونکې کې جوړه شي.
د افغانستان اسلامي جمهوريت باور لري چې اوسنى حالت له بل هر وخت څخه زيات د سولې د خبرو زمينه برابره کړې ده؛ له همدې امله له ټولو لوروڅخه غوښتنه کوي چې هدف ته د افغانستان د اسلامي جمهوريت د سولې د هلوځلو د رسولو په لاره کې دې صادقانه همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته