امنیت

د دښمن دوسلو او مهماتو ډيپو دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغله .

کابل باختر  د زمري اتلسمه :
دملي امنيت  دلوى رياست منسوبينو دلوګر ولايت دبرکي برک  په ولسوالۍ کې دتروريستانو  دوسلو اومهماتو يوه ډيپو کشف او ترلاسه کړه .
دباختراژانس دخبر له مخې، دملي امنيت لوى رياست په دې اړوند ديوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې ډيپو کې  دوه ځانمرګي واسکټونه دولس ډول ډول ماينونه ،   درې بي ام – ١٢ توغندي ، دمنځني  هاوان دوه ماينونه   يوه اندازه چاوديدونکي  توکي اويوه ټي ټي تومانچه ترلاسه کړې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته