امنیت

افغان ځواکونو يرغلګر له پښو وغورځول

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٧
د امنيتي ځواکونو او يرغلګرو ترمنځ جګړه د يرغلګرو په وژل کيدو سره پاى ته ورسيده.
د قندهار د والي وياند صميم خپلواک د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه جګړه تېر ماښام د شپږو بجو په شاوخواکې دقندهار ښار دبريښنا کوټ په امنيتي پوستې د يرغلګرو په بريد سره پيل شوه.
خپلواک زياته کړه: دغې جګړې دوه ساعته دوام وکړ او افغان ځواکونو وکولاى شول يرغلګر له پښو وغورځوي او جګړه پاى ته ورسوي.
د ده د څرګندونو له مخې: يرغلګر چې په سپکو او درندو وسلو سمبال وو؛ د قندهار ښار په نهمه ناحيه کې يې د بريښنا کوټ په امنيتي پوستې بريد وکړ.
د قندهار د والي وياند وايي: په دې جګړه کې دوه تنه پوليسان ټپيان شوي دي.
د خپلواک د څرګندونو له مخې: په دې جګړه کې د بريښنا کوټ ودانۍ ته يو څه زيان اوښتى او افغان ځواکونو په لنډ وخت کې دغه بريد شنډ کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته