امنیت

په قندهار کې ديوه جومات ملا امام شهيد او پنځه تنه طالبان په معروف ولسوالۍ کې ووژل شول.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢١
په قندهار ولايت کې ديوه جومات ملا امام د طالبانو له خوا وتښتول شو او وروسته شهيد کړى شو.
دقندهاردوالي وياند صميم خپلواک باختر آژانس ته خبر ورکړ.
وسله والو طالبانو ديوه جومات ملاامام تيره شپه کله چې دماخستن دلمانځه له اداکولو وروسته خپل کورته روان و د ارغستان ولسوالۍ په مربوطاتو کې لومړى د طالبانو له خوا وتښتول شو او وروسته شهيد کړى شو.
ديوبل خبرله مخې: دقندهار ولايت دمعروف ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوسله والو طالبانو او دپوليسو دځواکونو ترمنځ نښته کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.
دقندهار دوالي وياند باختر آژانس ته وويل: دغه جګړه دمعروف ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه وخت ونښته چې وسله والو طالبانو ددغې ولسوالۍ دځينو سيمو په امنيتي پوستو دبريدونو نيت درلود چې دپوليسو له مقاومت سره مخامخ شول او جګړه ونښته چې له امله يې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته