ورزش

د هېواد د کرکټ د نولس کلنوځوانانو ملي ټيم په نړيوالو سياليوکې ګډون کوي

کابل باختر د مرغومي اته ويشتمه :
د هېواد دکرکټ  د نولس کلنو ځوانانو ملي ټيم سبا د نړيوال جام په سياليوکې  د ګډون په موخه بنګله ديش ته ځي.
د کرکټ بورد د خپرونومسوول عزيزغروال نن باخترآژانس ته وويل: د کرکټ  د نولس کلنو ځوانانو د نړيوال جام سيالۍ د روان ميلادي کال د جنوري د مياشتې په دوه ويشتمه نيټه په بنګله ديش کې پيليږي .
خبرځاى وويل: دغه سيالۍ په څلورو ګروپونوکې ترسره کيږي چې ټاکل شوې ده د هېواددکرکټ د نولس کلنوځوانانو ملي ټيم په بي ګروپ کې دپاکستان، سريلانکا او کاناډا له  ټيمونوسره لوبه وکړي .
غروال زياته کړه چې دا د روان ميلادي کال  د جنوري دمياشتې په اته ويشتمه نيټه دپاکستان له ټيم سره د هېواد دنولس کلنو ځوانانو دملي ټيم لومړۍ لوبه ده . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته