امنیت

يو ځوان په کاپيسا کې ووژل شو .

کابل باختر دزمري درې ويشتمه :
ناپيژاندو وسله والو کسانو په کاپيسا ولايت کې يو ١٨ کلن  هلک وواژه .
دکاپيسا ولايت دامنيه قوماندان وياند محمد ايوب  شينواري دباختراژانس خبريال ته وويل چې احمد فواد نن سهار دکوهستان ددويمې برخې  ولسوالۍ دکاريزونو په  کلي کې د ناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا دکلاشينکوف په ډزو سره ووژل شو .
شينواري زياته کړه وژونکى له ساحې څخه تښتيدلى دى  حکومت  او پوليس يې  په تعقيب کې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته