نړۍ

دناټو دتدارکاتي لارې دتړل کيدو په باره کې پاکستان ته دامريکا د دفاع دوزير خبردارى :

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ١٩
دامريکا د دفاع  وزير چک هيګل چې له افغانستان څخه دپاکستان اسلام آباد ته رسيدلى دى پرون يې دناټو دتدارکاتي لارې دتړلې دپاتې کيدو په باب دغه هيواد مقاماتو ته خبر دارى  ورکړ.
د ډيورند دکرښې په شاوخوا قبايلي سيمو کې دناټو د تدارکاتي لاريو دتګ  راتګ او بې پيلوټه امريکايي الوتکو دبريدونو د دوام پرخلاف داعتراض په توګه مظاهرو امريکايي مقامات دې ته اړ ايستلي دي چې د تدارکاتي اقدامو د لاريو تګ راتګ په لنډ مهال ډول  وځنډوي.
دامريکا د دفاع وزير دپاکستان صدراعظم  ته خبر دارى ورکړى دى که چيرې دغه لاره په   ډيرلنډ ممکن  وخت کې خلاصه  نشي  پاکستان به   له   دغه هيواد سره دامريکا دمالي مرستو پروګرام چې ملياردونو  ډالروته رسيږي ، له لاسه ورکړي .
په ځواب کې دامريکا د دفاع وزير له پاکستاني مقاماتو څخه ډاډ ترلاسه کړى دى چې دوى به ددغې ستونزې دحل کولو لپاره بيړنۍ اقدام وکړي خو ددغه اقدام داحتمال دڅرنګوالي په باب توضيحات نه دي وړاندې شوي .
دا په تيرو څلورو کلونو کې پاکستان ته دامريکا د دفاع ديوه وزير لومړى سفر دى .
دخبرو په پيل کې دامريکا د دفاع وزير وويل چې پاکستان او افغانستان دوه ګاونډي  هيوادونه دي او ګډې ګټې لري.
پاکستان ته دامريکا د دفاع د وزير سفر په داسې حال کې وشو چې د  ډيورنډ  له کرښې آخوا قبايلي سيمو کې د طالبانو دپپټنځايونو دشتون او د بې پيلوټه الوتکو دبريدونو پر سر  د دواړو هيوادونو ترمنځ تاوتريخوالي زور اخستى دى .
دامريکا د دفاع وزير پاکستان ته له يو لنډ سفر او ددغه هيواد له صدراعظم او لوى درستيز سره له کتنې وروسته له پاکستان څخه روان شوى دى .
دخبري منابعو دخبرله مخې ، پاکستان له اقتصادي پلوه زياتې ستونزې لري او د
ډالرو په بدل کې دپاکستاني کلدارې ازرښت کم شوى دى او  د دغه هيواد داقتصادي  ودې کچه په سلوکې له دوو څخه ښکته  اتکل شوى ده.
دپاکستان  دبودجې کسر هم  لوړ شوى دى او په سلو کې نږدې نهوته رسيدلى دى .
په همدې حال کې دغه هيواد له نړيوال وجهي صندوق څخه دڅه دپاسه له شپيتو ملياردو ډالرو  پور اخستى دى او په پاکستان کې پانګونه زياته دجګړه مارانو دفعاليت په سبب کمښت موندلى دى چې دامريکا دمالي مرستو بندول کولاى شي چې د نواز شريف په حکومت باندې ژوره اغيزه  وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته