امنیت

دايساف دوه تنه سرتيري ووژل شول

کابل باخترد جدي  دمياشتې ٢٤:

ايساف په  يوه خبرپاڼه کې په افغانستان کې دخپلو دوو تنو عسکرو دوژل کېدو خبر ورکړي دي.

په هغې  خبرپاڼه کې  چې دايساف  دځواکونو دمطبوعاتي دفتر له لاري دباختراطلاعاتي اژانس ته ليږل شوي ده ويل شوي دي چې ددوى يو سرتيري  پرون دافغانستان په لويديځ کې ووژل شو او ددوى يوبل سرتيري په غير پوځي پيښه کې ټپي شو او وروسته  يې ساه ورکړه .

په خبرپاڼه کې دسرتيرو دهويت اودپيښې ددقيقې  سيمي  په باب څه نه دى ويل شوي دي خوبايد وويل شي  چې دايساف امريکايي اوايټالوي سرتيري دافغانستان په لويديځ کې ميشت دي .

له پلوه داستراليا ددفاع  وزارت  اعلام کړي دي چې پرون ددوى دوه تنه سرتيري دارزګان په  ولايت کې دماين  دچاودنې له امله   ټپيان شول.

استراليا په افغانستان کې  يوزرو پنځه سوه تنه سرتيري لري چې دارزګان په ولايت کې  ميشت دي او تراوسه پوري ددغه هيواد ٣٢ تنه سرتيري وژل شوي او ٢١٨  تنه ټپيان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته