کابل باختر د تلي اته ويشتمه :
دقلعه فتح الله خان دجومات دراى ورکونې په مرکز کې دنارينه ولپاره دراى ورکونې دوه سيمې او يوه سيمه دښځو لپاره شتون لري .
دباختراژانس دخبرله مخې ، په دغه مرکز کې يو زيات شمير راي ورکوونکي په منظم ډول په ليکو کې ولاړدي چې خپله رايه وکاروي .
يواځنۍ ستونزه چې دغه بهير يې له سستى سره مخامخ کړى دى دراى ورکوونکو په لست کې دهغوى دنومونو پيداکول دي .
په ټوليزه توګه بايد وويل شي چې په دغه مرکز کې راى ورکوونکي ، کتوونکي او څارونکي وايي چې کومه ځانګړي ستونزه شتون نه لري .
ختم_ ج _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ