کابل باختر دليندي اتلسمه
په کابل کې دجاپان نوى سفير هيروشي تکا هاشي نن د جمهور رييس له مرستيال محمد کريم خليلي سره د پيژندګلوى کتنه وکړه .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې دجمهور رييس مرستيال دافغانستان له دولت اوخلکو سره دجاپان د دولت دمرستو او همکاريو له امله مننه او قدردانى وکړه .
دجمهور رييس مرستيال دجاپان دولت او خلک دافغانستان د دولت او خلکو ښه دوستان او همکاران وبلل او د دواړو هيوادونو ترمنځ يې د دوه اړخيزو اړيکو په پراختيا باندې ټينګار وکړ .
دجمهور رييس دمرستيال دڅرګندونو له مخې: دجاپان دولت دافغانستان د دولت يو ستره همکار دى چې دبيا جوړولو ، پرمختيا DDR، روغتيا ، پوهنې او په نورو برخو کې يې د افغانستان له دولت اوخلکو سره همکاري کړې ده .
دجمهور رييس مرستيال هيله وکړه چې د هيروشي تکاهاشي په ماموريت سره د دواړو هيوادونو ترمنځ متقابلې اړيکې له پخوازياتې پراختيا ومومي .
په دې کتنه کې په کابل کې دجاپان نوى سفير هم په افغانستان کې د ماموريت د ترسره کولو له امله د خوښۍ د څرګندولو په ترڅ کې د دواړو هيوادونو ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو په پراختيا باندې ټينګار وکړ .
ده دغه راز هيله وکړه چې وکولى شي په افغانستان کې دخپل ماموريت په بهيرکې د دواړو هيوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو له ټينګښت او هم په بېلابېلو برخوکې د دوه اړخيزو همکاريو له پياوړتيا سره مرسته وکړي .
1 1 دقیقه لوستل