امنیت

يوسلو پنځه ديرش تنه خيالي سيمه ئيز پوليس منفک شول

 ددغې قضيې په اړوند څو تنه  له دندو څخه يې ګوښه کړى شول
-ميدان ښار  باختر  دغبرګولي  نولسمه :
دميدان وردګو ولايت  دامنيې قوماندانۍ وياند  نقيب الله اميني باختراژانس ته وويل  چې يوسلو پنځه ديرش تنه خيالي  سيمه ئيز پوليسان يې  له دقيقې څيړنې او ګرويګنې  وروسته  له بستونو څخه يې منفک  او څارنوالى ته  معرفي کړي دي .
ده زياته کړه  چې له يوې بشپړې  څيړنې وروسته  چې په سر کې يې  دميدان وردګو ولايت  امنيه قوماندان جنرال  احمد فهيم قايم شتون درلود دانتيجه ترلاسه شوه چې له تيرو وختونو سره  په لسګونو تنو خيالي پوليسانو دجلزيز په ولسوالۍ کې  شتون درلود  او يوازې دپوليسو امتيازات يې ترلاسه کول خو د ډار اچوونکو په وړاندې له پوليسو سره په جګړو او نښتو کي يې  ګډون نه دي کړي  چې داپه خپله  په دغه ولايت په تيره بيا  ددغه ولايت  په جلريز ولسوالۍ کې  دامنيت دګډوډيدو سبب شوى دى .
  دميدان وردګو ولايت امنيه قوماندان ددغه شان کسانو دشتون په اړوند څو تنه  له مقامونو څخه يې  ګوښه کړي  او څارنوالى ته يې  معرفي کړي دي .
جنرال قايم ډاډ ورکړ چې له دغې څيړنې وروسته  به هيڅ خيالي پوليس  ددغې قوماندانۍ  په چوکاټ کې  شتون ونه لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته